ایکنانیوز راپور راکوي،مسجد بابالسلام، په ۲۰۲۳ کال کې په الجسر خیریه بنسټ سره پرانیستل شوی دی.
دا ځای د عماني کلتور په ساده والي کې تجسم شوی او د ساده او فکري ډیزاین له لارې، په پلازمینې مسقط کې په یوه هستوګنې کوڅې کې، د یوې تاریخي ودانۍ په ښکاري .
ددغه جومات په ډیزاین کې له طبیعي عناصرو څخه ګټه اخیستل شوې چې د باد د حرکت او د لمر د رڼا د مطالعې له مخې، د برېښنا د استعمال د کمولو لپاره یو پلان جوړ شوی څو مسجد له چاپېریال سره همغږی شي. مسجد بابالسلام په عمان کې د ځانګړي ډیزاین په دلیل په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د غوره عبادت ځایونو په فهرست کې ځائيګی موندلی دی.
ددې مسجد په ډیزاین کې هر ډول آئيډیا ، یوه وجه لري؛ د مثال په توګه د امام غږ د رسولو لپاره لمونځ کونکو ته د لوډسپیکر لږ استعمال او د برېښنا کم استعمالولو په خاطر جومات په ګولائۍ کې یا په دایرې شکل کې جوړ شوی څو غږ پیاوړی کړي.
د مسجد داخلي ګنبسئ هم په کابو ۱۶۰۰ بلوري څراغونو او قمقمو او یوه لوی لوستر سره ښکلي شوې ده .
https://iqna.ir/fa/news/4306152